عینومېني لوبډلي سرسبز یاشلر ته ماته ورکړه

د افغانستان فوټبال اتلانو لیګ دریم پړاو سیالیو په لړ کي عینو مېني په خپله دویمه لوبه کي سرسبز یاشلر لوبډلې ته ۴ ـ ۰ ماته ورکړه او په روانو سیالیو کي یې پرلپسې دویمه بریا خپله کړه.
په دې لوبه کي د عینو مېني له پاره اهل الله درمان، رومان، احمدنبي مقدس او خلیل بادشاه ګولونه ووهل او د لوبي غوره لوبغاړی اهل الله درمان وټاکل سو.
د افغانستان د اتلانو لیګ دريم فصل تېره شنبه پیل سو چي، ١٢ لوبډلو ګډون په کښي کړی او بهرني لوبغاړي هم په کښي لوبیږي.
عینو مېنې لوبډلي له دې وړاندي په خپله لومړۍ لوبه کي استقلال لوبډلې ته ۳ ـ ۰ ماته ورکړې وه.