د ط..البانو د خوست ولايت مقام څخه د يکشنبې په ورځ په خپره سوې خبرپاڼه کي ويل سوي دي، چي په دغه ولايت کي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د غلام خان بندر د پاکستان د دولت له خوا د هرډول تګ راتګ پرمخ تړل سوی دئ.
په خبرپاڼه کي ويل سوي دي، چي دغه بندر تېره شپه د پاکستان د دولت له خوا د امنيتي ګواښونو د امله د سوداګرو، مسافرو او د دې لاري څخه ټولو تېريدونکو کسانو پر مخ باندي تړلی دئ.
خبرپاڼه زياتوي، چي د پاکستان دولت د افغان سوداګريزو موټرانو د سوداګرو څخه غوښتنه کړې، چي د بلي لاري دي پاکستان ته داخل سي.
په ورته وخت د دغه ولايت د ط..البانو امنیتي کسانو هم پر افغانانو ږغ کړی، چي تر بلي خبرتيا پوري دي د دغه بندر څخه پاکستان ته د تېريدو هڅه نه کوي