غلو په ننګرهار کښي يو ځوان رخشې له پاره وژلی

د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کښي غلو د سلطان په نامه رخشه چلوونکی په چاقو وهلی او وژلی دئ وروسته ئې د هغه څخه رخشه بېولې ده.
د جلال اباد څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي غلو اول رخشه کرايه کړې د لاري په اوږدو کښي رخشه چلوونکی په چاقو وهلی او رکشه ئې ورڅخه بېولې وه، رخشه چلوونکی د سيمي خلګو روغتون ته انتقال کړی وو، خو د ټپونو د ژوروالي له امله ئې ژوند‌ د لاسه ورکړی دئ.
د يادوني وړ ده، چي افغانستان کښي تر بل هر وخت وسلوالي غلاوي ډېري سوي دي، خو ط..البان ئې په کنټرول کښي پاته راغلي دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *