فارن پالیسي وایي، امریکا د وتلو پر مهال شاتګ ته فکر کاوه خو په افغانستان کي سولي ته یې فکر نه کاوه

فارن پالیسي خپروني په یوه مقاله کي ویلي، چي امریکا له افغانستان څخه د وتلو پرمهال د خپلو ځواکونو د خوندي ایستلو په فکر کي وه او په دغه هیواد کي سوله ییزي حل لاري ته رسېدل ورته مهم نه وه.
دغه خپروني د دوحې له خبرو د افغانستان د حکومت څنډي ته کول د ۲۰۰۱ کال د بن له غونډي څخه د طالبانو د ایستلو سره پرتله کړي دي.
مقاله لیکي چي له ۲۰۰۱ کال څخه د امریکا تر وتلو پوري په افغانستان کي د سولي لپاره ډېر فرصتونه موجود وه خو فارن پالیسي د دې ناکامۍ پړه د امریکا ناکامه ډیپلوماسي بللې ده.
د يادي مقالې پربنسټ، طالبانو د امريکا د يرغل په پيل کي د بوش ادارې ته وړانديز کړی وو چي د دوی جنګيالي په دې شرط خپلي وسلې ږدي، چي تعقيب، محاکمه نه سي او خپل عادي ژوند وکړي.
خو دا وړاندیز چي د هغه وخت ولسمشر حامد کرزي ته په یوه پیغام کي استول سوی وو رد سوی وو.