د ط..البانو مشهوره لابيګر ډاکټر فاروق اعظم فیسبوک پاڼه باندي خپل د ۲۷ کالو پخوانۍ خاطره تازه کړې، هغه په خپل ياداښت کي ويلي، چي د نن څخه ۲۷ کاله وړاندي ئې هم د ط..البانو د نظام د بقا له پاره مبارزه کړې ده.
هغه ليکي چي په ۱۹۹۸ ميلادي کال کي ملګرو ملتونو د هغه وخت د ط..البانو پر حکومت( د ط..البانو لومړۍ واکمنۍ) باندي اقتصادي بنديزونه ولګول، چي د همدې په سبب هغه د ۲۴ ساعتونو له پاره په لندن کي د ملګرو ملتونو د دفتر مخ ته اعتراض کړی.
هغه پر خپله فيسبوک پاڼه کاږي:« د ۱۹۹۹م کال په لومړي ورځ چی ټول خلګ د نوي کال په خوښیو مصروف وه، زه په لندن کي د ملل متحد مخ ته ۲۴ ساعته د اعتراض په عنوان ودرېدم. د جدي میاشت وه، هوا ډېره سړه وه. نيمه شپه سوه، بولو ونيولم او ځای نه و. ډیر په عذاب سوم. ديوال ته ودريدم، په دغه وخت کي پوليس راغلل او پوښتنه ئې وکړل چي دا څه کوی؟ ته نه پوهيږي چي پر عام سړک بولي کول ممنوع دي؟ ما ورته وويل: قلم نه و، مجبور سوم په بولو پر ديوال وليکم: شرم پر ملل متحد.»
بايد وويل سي، چي فاروق اعظم د ط..البانو مشهور لابيګر دئ، هغه پر ډېرو مهمو سټيجونو د ط..البانو له پاره کمپاينونه کوي او ولس ته احساساتي وينا کوي، ترڅو د ط..البانو د نظام څخه ملاتړ وکړي.