فارياب کي د ترافيکي پېښي له امله ۹ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ط..البانو د فارياب د امنيې قوماندانۍ څخه په خپره سوې خبر پاڼه کي ويل سوي، چي د‌ پنج شنبې په ورځ په دغه ولايت کي د ترافيکي پېښي له امله شپږ کسان وژل سوي او درې نور ټپيان سوي دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي دغه ترافيکي پېښه د ياد ولايت په دولت اباد سيمه کي رامنځ ته سوې ده.
د خبرپاڼي په حواله په وژل سوو کسانو دوې ښځي هم شاملي دي.
خبرپاڼه زياته وي، چي ټپيانو کي درې کوچنيان شامل دي، چي د درملني په موخه ولایتي روغتون ته لېږدول سوي دي.