فايق: روسيې شل کاله د ط..الب ملاتړ کوی؛ په رسميت پېژندل ئې نوې خبره نه ده

په ملګرو ملتونو کي د افغانستان د دايمي استازولۍ سرپرست نصير احمد فايق پر خپل ايکس پاڼه باندي ليکلي دي: «د هغو هیوادونو له خوا د ط..البانو په رسمیت پېژندل چي په تېرو شلو کلونو کي ئې ملاتړ کړی، حیرانوونکې خبره نه ده.»
هغه وايي په‌ دغه رسميت پېژندنه کي يوازي د ط..البانو ګټي خوندي دي او ولس ته ئې د‌ ګټي پر ځای زيان رسېږي هغه ليکلي دي :« دا سیاسي اقدام ظاهراً د ط..البانو په ګټه دئ، خو د دې منفي او اوږدمهاله اغېزې به پر افغان ولس خورا زیاتي وي.»