فرانسه د افغانستان سره د يو ميليون يورو مرسته کوي

د خوړو نړۍوال پرواګرم په يوه خپره سوي خبرپاڼه کي ويلي دي، چي فرانسه د خوړو د نړۍوال پرواګرام د لاري د افغانستان سره د يو ميليون يورو مرسته کوي.
د خوړود نړۍوال پروګرام په حواله، چي دغه مرسته به په افغانستان کي د شپږو مياشتو په موده کي د ۱۱۰۰ کورنيو له پاره د حرفوي زده کړو او يا دې ته ورته نورو فعاليتونو کي به د خوړود نړۍوال پروګرام له لاري مصرف سي.
فرانسه دغه مرستي پر داسي مهال کوي، چي تېره ورځ سويډن او سويلي کوريا هم د مېندو او کوچنيانو د تغذيي او دې ته ورته نور خدمتونو په موخه ۳.۲ ميليونه امريکايي ډالره مرسته د افغانستان سره کړې ده.