د خوړو نړیوال سازمان په یوه راپور کي وايي، په افغانستان کي د لوږې مخ پر زیاتیدونکي بحران په ځانګړې توګه میندي او ماشومان اغېزمن کړي دي.
په راپور کي راغلي چي په افغانستان کي په لومړنیو ښوونځیو کي له ۱۵زرو څخه زیات نارینه او ښځینه زده کوونکي به هره ورځ یوه اندازه روغتیايي خواړه ترلاسه کوي او له ۳۵زرو څخه زیات کسان به د خپلي ټولي کورنۍ د تغذیې د ښه کولو لپاره د میاشتني سبزیجاتو غوړیو څخه برخمن سي.
د راپور له مخي، نږدې ۶۰ زره کوچني ماشومان او له ۱۰ زرو څخه زیاتي امیندواره یا شیدې ورکوونکي میندي به ځانګړي تغذیه سوي خواړه ترلاسه کړي.
د فرانسې د بهرنیو چارو د وزارت یوې چارواکي ویلي دي چي د ټولو افغان کورنو څخه له درې پر څلورمي برخي څخه زیات خوراکي خواړه نه سي ترلاسه کولای.
په راپور کي ویل سوي چي سږ کال د مالي بحران له امله د خوړو نړیوال پروګرام نه دی توانېدلی چي دوه میلیونه ښځو او کوچنیانو ته د خوارځواکۍ د مخنیوي لپاره خواړه برابر کړي.