فريده کوچۍ د پارلمان څخه د جرمني د مهاجرت تر ژوند پوري

د مشرانو په جرګه کي د کوچيانو د خلګو استازې فريده کوچۍ په افغانستان کي د ط…البانو تر واکمن کېدو وروسته مهاجرت ته مجبوره سوه. د ناخوالو او ستونزو له امله ئې خپله خاوره ترک کړه او د مهاجرت ژوند ئې پېل کړ.
اغلې فريدې څه موده وړاندي د جرمني د DW سره د مرکې پر مهال ويلي وه، چي افغانستان کي نور ژوند سخت وو، کور او ځمکه ئې غصب سوه او مجبوره سوې ده، چي د مهاجرت سخت، ستړی او د دردونو څخه ډک ژوند ته مخه کړي.
فريده کوچۍ د افغان وطن يو زړوره او پر وطن مينه مېرمن ده. د خپل وطن او خاوري څخه لېري هم په وطني جامو او لباس کي ګرځي او تمه لري چي يو وخت به بيا د خپلو هيلو او اميدونو سره يوځای به خپل وطن ته وګرځي.
بلخوا د ټولنيزو رسنيو کارونکو د اغلي فريدې کوچۍ د مهاجرت اړوند بېلابېلي تبصري کړي، هغوی وايي چي نوموړې په دا عمر کي بايد مهاجرت ته مجبوره سوې نه وای.
خو د کوچۍ په شان په زرګونو افغاني میندي مهاجري سوې او اوس په پرديو هيوادونو کي د ژوند سختي شپي او ورځي تېره وي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *