په ملګرو ملتونو کي د قطر د دایمي استازولۍ مرستیالي جوهره بنت عبدالعزیز السویدي په جنیوا کي د خپلو خبرو پر مهال ويلي، چي د افغان نجونو د زده کړي حق بايد ورکول سي او د افغان نجونو د زده کړو او حقوقو موضوع بايد د نړۍ د هيوادونو په اساسي موضوعاتو کي وي او د افغان نجونو د حق غوښتلو اړوند دي ږغ پورته کړي.
هغې ويلي چي د افغان ښځو پر وړاندي محدودیتونه د نړۍوالو ارزښتونو او حقونو خلاف دي.
د هغې په وينا چي د ښځو د زدهکړو او کار حقونه باید د افغانستان د راتلونکي د جوړولو اساسي برخه وي.
د السویدي په خبره نړۍواله ټولنه باید د افغانستان په بیارغونه، د بشري مرستو په رسولو او د افغان اړخونو ترمنځ د خبرو اترو په دوام کي مرسته وکړي؛ ترڅو دایمي سولي ته د رسېدو له پاره شرایط برابر سي.