قطر له متحده ایالتونو او مصر سره په ګډه په غزه کي د اوږدمهاله اوربند هڅه کوي

د قطر صدراعظم شیخ محمد بن عبدالرحمان آل ثاني پرون د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر انتوني بلېنکن سره د کتني پرمهال وویل چي په غزه کي د اوربند او د اسراییلي نیول سوو د راخلاصیدو په برخه کي د حماس ډلي غبرګون په ټوله کي مثبت دی. آل ثاني د حماس د غبرګون په اړه نور جزییات نه دي ورکړي، خو بلېنکن وویل چي دی به په دې اړه اسراییلي مشرانو ته معلومات ورکړي.
قطر له متحده ایالتونو او مصر سره په ګډه په غزه کي د داسي یوه اوربند لپاره هڅه کوي چي د اوږدې مودې لپاره جګړه ودروي او د حماس له لوري نیول سوي اسراییلیان ازاد سي