قطر هیواد په هلمند کي د یتیمانو لپاره ښار ګوټی جوړوي

د ښار او کور جوړولو وزارت وایي، په هلمند کي د قطر شاهي کورنۍ د خیریه بنسټ له خوا د يتيمانو لپاره ښارګوټی جوړیږي چي چاري یې تېره ورځ پيل سوې.
یاد وزارت پر ایکس لیکلي چي دغه ښارګوټی د هلمند ولایت د نهر سراج ولسوالۍ اړوند دولتي پوهنتون سیمه کي د ۵۰۰ یتیمانو لپاره په عصري او اساسي شکل جوړیږي.
د هلمند اوسېدونکو او چارواکو د دغه بنسټ له همکارۍ څخه مننه کړې او غوښتنه کوي چي له افغانستان سره خپله همکاري جاري وساتي.
د کور او ښار جوړولو وزیر ویلي، هڅه کوي چي په ټول هیواد کي د یتیمانو د سرپناه ستونزه حل کړي او هغوی خپل کورونه ولري.