قیس خادمي وتوانېدی چي د «وارن بوکسنګ مدیریت» سازمان په یوه لوبه کي خپل کولمبیايي سیال ته ماته ورکړي

د افغانستان پېژندل سوی سوک ‌وهونکی «قیس خادمي» وتوانېدی چي د «وارن بوکسنګ مدیریت» سازمان په یوه لوبه کي خپل کولمبیايي سیال ته ماته ورکړي.

د خادمي او جیسون ترمنځ دا لوبه د «مالتا» په کوربه‌توب ترسره سوه.

 قیس خادمي له خپل سیال سره تر شپږو رونډونو وروسته د دغه لوبي ګټونکی وپېژندل سو.

خادمي تر دې وړاندي د سوېلي افریقا سوک‌وهونکي «جکسون چاواک» سره د نړۍ د معتبره کمربند پر سر لندن کي بریا خپله کړې وه او همداراز د خپل تانزانیايي سیال پر وړاندي لوبه کي یې خپلي بریاوي لسو ته پورته کړي وې.

د یادولو ده چي خادمي د خپل بریتانوي سیال پر وړاندي په بریا سره د سوک‌وهني د نړۍ د (IBO) او د اروپا اتلولي ګټلي وه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *