لاریونوالو د حماس سره د سمدستي جوړجاړي غوښتنه کړې ده

لاریونوالو د حماس له منګلو د برمته ‌وو سویو اسرایلیانو د خوشي کېدو لپاره د سمدستي جوړجاړي غوښتنه کړې ده.

اسراييلي رسنيو د دغه هیواد په بېلابېلو ښارونو کي د حکومت پر ضد د لويو لاريونونو خبر ورکړی او ویلي یې دي چي لاريون کوونکو د غزې په تړانګه کي د پاته يرغمل سويو کسانو د خوشي کېدو لپاره د سمدستي جوړجاړي غوښتنه کړې ده.

د لاریون تنظیموونکو په تل‌ابیب کي د لاریونوالو شمېر شاوخوا ۵۰۰زره اټکل کړی، خو د ښار پولیسو د لاریون د برخوالو د شمېر په اړه څه نه دي ویلي.

د تل‌ابیب، بیت المقدس او کرمیګات په ګډون په ځینو ښارونو کي په مظاهرو کي د یرغمل سویو کسانو د کورنیو غړو ویناوي وکړې.

په همدې حال کي د تل‌ابیب پولیسو د یو شمېر لاریونوالو له لوري د یوې لویي لاري د بندولو هڅي ته په اشارې ویلي چي پنځه تنه یې په دې تړاو نیولي دي.