لاوروف وايي، امریکا د افغانستان په ګاونډ کي د اډو په لټه کي ده

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي، چي متحدایالتونه هڅه کوي د افغانستان په یوه ګاونډي هیواد کي پوځي اډې ځای پر ځای کړي.
سرګي لاوروف ټینګار کړی چي پاکستان، ازبکستان، او قرغیزستان ته وړاندیزونه استول سوي دي، خو د دغو هیوادونو چارواکو له خوا رد سوي دي.
لاوروف ویلي، چي د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین خپل امریکایي سیال جو بایډن ته ویلي، چي روسیه د دې مخالفه ده چي امریکا د منځنۍ آسیا له هیوادونو سره د خپلو پوځي ځواکونو د ځای پر ځای کولو په اړه تړونونه وکړي.
د لاوروف په وینا، ولادیمیر پوتین او جو بایډن د دې موضوع په اړه د جینوا په غونډه کي خبري کړي دي.
یو شمېر امریکايي چارواکو ویلي، چي په افغانستان کي د داعش فعالیت د امریکا لپاره خطرناک دی او داعش هیڅ کله د اوس غوندي خطرناک نه وه.