لسګونه افغان کوچنیان د اسنادو د نه لرلو په تور د پېښور په مرکزي زندان کي په توقیف کي دي

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چي، د پېښور د محکمې یوه قاضي امان‌الله وزیر د دغو کوچنیانو پر وضعیت اندېښنه ښوولې او چارواکو ته یې امر کړی چي هغوی سمدستي افغانستان ته ستانه کړي.
د دغو کوچنیانو شمېر شاوخوا ۲۵ تنه ښودل سوی.
د راپورونو له‌مخي دا کوچنیان په تورخم کي پر ډيورنډ کرښه تر اوښتو وروسته د پاکستاني پولیسو له‌خوا نیول سوي وه.
په پاکستان کي مېشت یوشمېر افغانان او د افغان کډوالو مدافع وکیلان د پاکستان په زندانونو کي د افغان کډوالو وضعیت د اندېښنې وړ بولي.
په پاکستان کي د افغان کډوالو د ستونزو په دوام هلته مېشت یوشمېر افغانان او د افغان کډوالو ځیني مدافع وکیلان وايي، د نړیوالو قوانیو له‌مخي باید د افغانانو حقونه خوندي سي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *