لس سلنه افغانان به د روغتیايي خدماتو څخه بې برخي سي

د روغتیا نړۍوال سازمان خبر ورکړی، چي پر افغانستان د امریکا د پراختیایې ادارې (USAİD) د مرستو د بندېدو له امله کېدای سي لس سلنه افغانان د روغتیایي خدماتو څخه محروم پاته سي.
د امريکا د پراختيايي ادارې «يو اس ایډ» د مرستو بندېدو له کبله څه نا څه درې ميليونه کسان روغتيايي آسانتياوو ته له لاس رسي محروم سوي دي. دغه اداره وایي چي  علت ئې په افغانستان کي د ۳۶۴ روغتيايي مرکزونو بنديدل دي او همدا شان د ۲۰۲۵م کال په دريمه ربع کي د نورو  ۲۲۰ مرکزونه بنديدو ګواښ هم موجود دئ.