لغمان: د ۳ ميلونو افغانيو په ارزښت تفريحي پارک جوړيږي

دلغمان ولایت دمهترلام بابا زيارت په انګړ کي د حج او اوقافو رياست له لوري د درېيو ميليونو افغانيو په ارزښت يو تفريحي پارک جوړېږي.

دا تفريحي پارک د حج او اوقافو ریاست په مالي لګښت په درې جريبه ځمکه کي، د شپږو مياشتو په موده کي جوړېږي.

چارواکي د داخلي او بهرنيو سیلانیانو لپاره ددې پارک جوړېدول يو مناسب ځای یادوي.