لغمان: څلور کسه دنشه يي توکو د قاچاق په تور ونيول سول

د لغمان امنيتي مسولين وايي، هغه څلور کسان يې نيولي، چي غوښتل يې د هلمند څخه نشه يي توکي ننګرهار ته انتقال کړي.

د نیول سويو کسانو سره ۳۴ کیلو ګرامه تارياک يو ميل کلاشنکوف او ۱۷ لکه ۹۱ زره کالدراي ورسره وې، چي په يو فلډر موټر کي يې انتقالول.

د لغمان د لوي لاري قومندان خالد وايي نيول سوي کسان اغا ولي او ملا ګل د هلمند د سنګين ولسوالۍ، نظيف او نصيب د ننګرهار ولایت اوسېدونکي دي.