له ايران سره پر پوله پر ګڼ‌شمېر افغان وګړو د ټکانو له امله يوشمېر ټپيان نيمروز ته لېږدول سوي

حال وش خبري اژانس ادعا کړې چي، شپږ ټپيان او لسګونو افغان کډوال چي د کلګان پر پوله د ایراني پوله‌ساتو ځواکونو له‌خوا په وروستۍ پېښه کي تر برید لاندې راغلي وه، نیمروز ولایت ته لېږدول سوي دي.

د نږدې دوه اوونيو په تېرېدو سره حکومت له‌خوا ټاکل سوي پلاوي تر اوسه ايران سره پر پوله د ګڼ‌شمېر افغان کډوالو د وژني او ټپي کېدو په اړه د راپورونو د څېړلو پايلي نه‌دي اعلان کړي.

خو د حال وش په نوم د بشري حقونو خپروني چي د سیستان-بلوچستان اړوند خبرونه خپروي، تازه د افغان کډوالو یوشمېر ویډیوګاني خپرې کړي دي، چي پکښي ادعا سوې چي شپږ کسان د کلګان پر پوله د ایراني پوله‌ساتو ځواکونو له‌خوا د وروستي برید پر مهال ټپیان سوي وه، د نیمروز ولایت روغتون ته انتقال سوي دي.

د حال وش په راپور کي ویل سوي، د دې پېښي ټپيان د نیمروز په روغتون کي بستر سوي دي.

د حال وش د سرچینو په حواله ویلي، د ټپیانو د لېږدولو سره هم‌مهاله، لسګونه افغان کډوال د یک‌شنبې په ورځ د پاکستاني پوځ له‌خوا نیمروز ته انتقال سوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *