له ایران څخه په ۳ میاشتو کي د ۱۰۰ افغانانو مړي نیمروز ته راوړل سوي

د راپورونو له مخي، په تېرو څو میاشتو کي له ایران څخه لږ تر لږه د ۱۰۰ افغان کډوالو مړي د نیمروز ولایت ته راوړل سوي دي.

د سرچینو په وینا، دغه کسان یا د ایراني پوله‌ساتو له خوا په ټکانو ویشتل سوي، او یا د ترافیکي پېښو له امله مړه سوي دي. سرچینې ادعا کوي چي اکثره د ایراني پوله‌ساتو په ټکانو وژل سوي دي.

د نیمروز د والي مرستیال سید سلیمان اغا ویلي، کله- کله په ورځ کي څو جنازې هم دغه ولایت ته لېږدول کېږي چي اکثریت کسان په ټکانو ویشتل سوي دي.

تېره میاشت کي راپورونه ورکړل سوي وه چي له ۴۰۰ څخه زیات افغان مهاجر د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت، په سراوان سیمه کي د پولي د تېرېدو پر مهال وژل سوي او ټپیان سوي دي.

د ایراني پوله‌ساتو له خوا پر هغو افغانانو ټکان، چي له افغانستان څخه د ښه ژوند لپاره د وتلو هڅه کوي، زیاتېدونکي خطرونه په ډاګه کوي چي دا کسان ورسره مخامخ دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *