له بریتانیا وروسته په ناروې کي هم د افغانستان سفارت تړل کېږي

په ناروې کي د افغانستان سفارت مسوولین وايي، د رواني سپټمبر میاشتې پر ۱۲مه نېټه په اوسلو کي سفارت تړي.

په ناروې کي د افغان سفارت له لوري په دې هکله یوه اعلامیه کي ویل شسوي، چي د ناروې د بهرنیو چارو وزارت په غوښتنه د افغانستان سفارت تړل کیږي او ودانۍ به یې د ناروې بهرنیو چارو وزارت ته وسپارل سي.

په اعلامیه کي دغه راز د افغانستان سرپرست حکومت د هغو څرګندونو یادونه سوې، چي د تېري جولای میاشتي په وروستیو کي یې په ناروې کي د افغانستان سفارت په ګډون په یو څو اروپايي هیوادونو کي د افغان سفارتونو د کونسلي خدمتونو له منلو انکار کړی وو.

دا په داسې حال کي ده چي د شنبې په ورځ د بريتانيا د بهرنيو چارو وزارت وویل په دغه هیواد کي د افغانستان سفارت وروسته له هغه تړل کیږي چي د افغانستان سرپرست حکومت له خوا يې کارکوونکي له دندو ګوښه سول.