له بهرنیو هیوادونو سره ستونزي؛ د افغانستان په صادراتو کي ۶ سلنه کموالی راغلی

د اسلامي امارت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت وايي، په ۱۴۰۲ مالي کال کي افغانستان د یو میلیارد او ۸۱۱ میلیون ډالرو په ارزښت صادرات درلودل، چي د تېر کال په پرتله ۶ سلنه کموالی ښيي. د دغه وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام وايي، د صادراتو د کمښت تر ټولو مهم لامل د ډبرو سکرو په صادراتو کي کموالی دی. هغه زياته کړه، چي د افغانستان ډېرى صادراتي توکي پنبه، وچ انځر، کشمش، طبي بوټي، پياز، انګور، مڼې او زعفران دي، چي د پاکستان، هند، ايران او متحده عربي اماراتو په ګډون يو شمېر نورو هیوادونو ته صادر سوي دي. بل خوا سوداګر وایي، د صادراتو په کچه کي ځکه ټيټوالی راغلی چي د پاکستان په ګډون له ډېری هیوادونو سره افغانستان د پخوا په څېر سوداګري نه سي کولای. د دوی په وینا، تر ټولو لوی خنډ پاکستان دی چي اکثره وخت د افغان سوداګرو صادراتو او وارداتي توکو ته ستونزي جوړوي. پاکستان تازه یو ځل بیا ګواښ کړی چي د دغه هیواد له لاري به هند ته د سوداګرۍ مخه ونیسي.