د جرمني څخه ډيپورټ سوي افغانان له بنده خوشي سوي دي

چارواکي وايي، ټول هغه افغان کډوال له بنده خوشي سوي دي، چي جرمني تېره اوونۍ افغانستان ته ډیپورت کړل.

په قطر کي د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهېل شاهین د جرمني له خبري اژانس سره په خبرو کي وویل، دا کسان وروسته له هغه خوشې سول چي کورنیو یې لیکلی ضمانت ورکړ چي دوی به نور هيڅ ډول جنایت نه ترسره کوي.

جرمني، د بشري حقونو، د نجونو او ښځو د زده ‌کړو او کار په مسایلو کي د مخالفتونو له کبله د سرپرست حکومت سره رسمي اړیکي نه‌ لري، خو له ‌دې سره سره یې د تيري اوونۍ د جمعې په ورځ ۲۸ تنه افغانان چي د جرمني چارواکو په وینا په جنايي قضیو کي محکوم سوي وو، په یوه الوتنه کي افغانستان ته واستول.

د قطر الجزیرې ټلوېزیون راپور ورکړ، چي قطري چارواکو په ‌دې برخه کي د طالبانو او جرمني ترمنځ منځ‌ ګړیتوب کړی دی.