د اسوشیتید پریس او CNN په ګډون د ډېرو امریکایي رسنیو د راپورونو لهمخي د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو جمهوري غوښتونکي نوماند او پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ د انتخاباتو ګټلو لپاره د اړتیا وړ ۲۷۰ الکټرال کالج یا د انتخاباتي پلاو رایي تر لاسه کړي او خپل سیالي کامالا هریس ته یې ماته ورکړې ده.
دا پهداسي حال کي ده چي د پایلو له رسمي اعلان څخه مخکي هم ټرمپ خپلو پلویانو او د خپل د انتخاباتي کمپاین ټیم ته د بریا مبارکي ورکړې وه.
ټرمپ دا وینا د فلوریدا ایالت په پالم بیج کي د خپلو پلویانو تر منځ وکړه او زیاته یې کړه چي، په راتلونکو څلورو کلونو کي به د امریکا لپاره خپلي کړي ژمني عملي کوي.
د ګڼ شمېر هیوادونو لومړي وزیرانو ټرمپ ته د بریا مبارکي ورکړې ده.
د نړۍ د رهبرانو تر څنګ د افغانستان د سولي لپاره د امریکا ځانګړي پخواني استازي زلمي خلیلزاد د ټرمپ بریا لپاره پر خپله ایکسپاڼه هغه ته مبارکي ورکړې.
ټاکل سوې چي د متحدهایالاتو نوی ولسمشر به د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ په ۲۰ لوړه وکړي او خپل کار به پیل کړي.