له نوولس کلنو کم عمره لوبډله له پرله پسې بریاو وروسته افغانستان ته راستنه سوه

له نوولس کلنو کم عمره افغان لوبډله د نیپال پر وړاندي د لوبلړۍ له بریا او دغه راز د ۲۰۲۶ز کال نړیوال جام سیالیو ته د لارموندنې په پړاو کي له پرله پسې بریاو او لارموندلو وروسته نن هیواد ته راستنه سوه.