د لبنان روغتیا وزارت چارواکي وايي، چي یاد کسان یوازي د ۱۳ میاشتو پرمهال وژل سوي دي.
د دې هیواد د عامي روغتیا وزارت د چارواکو په وینا، پر لبنان د اسراییلو د برید له پیل راهیسي ۳۰۰۲ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۳ زره ۴۲۹ کسان هم ټپیان سوي دي.
په وژل سویو کي ۵۸۹ مېرمني او ۱۸۵ ماشومان هم شامل دي.
که څه هم اسراییل ادعا کوي چي په دې بریدونو کي د حزبالله ډلي غړي وژل سوي، خو راپورونه او شواهد ښيي چي په یادو بریدونو کي تر ډېره ملکیان په نښه سوي دي.
تېره اوونۍ د ماشومانو لپاره د ملګرملتونو ملاتړې ادارې «یونېسف» ویلي وه چي په لبنان کي د بریدونو پرمهال هره ورځ یو ماشوم خپل ژوند له لاسه ورکوي.