له هنده د پاکستان ماته؛ پاکستانیانو یې پړه پر پښتنو لوبغاړو اچوي

د کرکټ په نړیوال جام کي له هند څخه د پاکستان تر ماتي وروسته پاکستانيان ډېر په قهر دي او د لوبي د بایلو پړه پر خپلو پښتنو لوبغاړو اچوي.
د پاکستان په تلویزیوني چینل کي یو پخوانی لوبغاړی اعجاز احمد وایي، د پاکستان په لوبډله کي ډيری پښتانه دي، دوی زیاتره بې تعلیمه او عرسني دي، سهار پورته سي د پلار سره لمانځه ته ولاړ سي، بیرته په کور ننووځي، فشار نه سي زغملی، وارخطا کیږي.
که څه هم د پاکستان په لوبډله کي اکثره وخت پښتانه ښه لوبېدلي خو بیا هم ډیری وخت د پنجابي لوبغاړو له خوا دوی توهین کیږي.