د بشري حقونو یو شمېر سازمانونو او ډلو د یوې اونۍ په ترڅ کي له پاکستانه د زرګونو افغان کډوالو د شړلو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
د بشري حقونو د څار ادارې د افغانستان څېړونکې فرشته عباسي وایي، پاکستان خپل نړیوال مکلفیت له پامه غورځولی دی او خلک هغو ځایونو ته سپاري چې د دوی حقوق هلته له خطر سره مخامخ دي.
رویټرز راپور ورکړی چي د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) د سې شنبې په ورځ وویل چي د پاکستان حکومت د اپریل له لومړۍ نیټې راهیسي تر اته زره ډیر افغانان له خپلي خاوري ایستلي دي.
اسلام اباد ټولو هغو افغان کډوالو ته خبرداری ورکړی وو چي د اوسیدو قانوني اسناد نه لري یا د افغان تابعیت کارتونه لري، د مارچ تر ۳۱مي پوري دي له هیواده ووځي، که نه نو دوی به په زور وایستل سي.
په ټولنیزو رسنیو کي د خپرو سویو ویډیوګانو له مخي پاکستان د افغان کډوالو د ایستلو پر مهال له هغوی سره ډېر ناوړه او غیرانساني چلند کوي.