د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو ضد واکسین ورکولو کمپاین نن دوشنبه د افغانستان په یوولسو ولایتونو کي پیل شو.
روغتیا وزارت ویلي، چي دغه درې ورځنی کمپاین په کابل، کندهار، هلمند، ارزگان، زابل، ننگرهار، کونړ، لغمان، نورستان، هرات او کندوز کې تطبیقېږي، چې شا و خوا ۴ ملیونه او ۸۰۰زره کوچنیان به چې عمرونه یې تر پنځو کلونو کم دي، واکسین سي.
په افغانستان له څه مودې راهیسي د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین کور پر کور نه عملي کېږي او کوچنیان تر ډېره په مسجدونو کي واکسینېږي.