له کندهاره د جنوب لويديځي حوزې په سطه د حاجيانو د ليږد پروسه د جمعې په ورځ بشپړيږي

د کندهار د ارشاد، حج او اوقافو ریيس مولوي عبدالبصير فائز وایي، چي په روان ۱۴۰۳ ل کال کي د کندهار تر څنګ د روزګان، هلمند او زابل ولايتونو څخه بيت الله شريفي ته د حاجيانو د ليږد ۲۴ پروازونو سوي، چي سبا د جمعې په ورځ به په ۲۵ پرواز سره ټوله پروسه د جنوب لويديځي حوزې په کچه بشپړه سي.
مسوولینو وایي، د جنوب لويديځي حوزې د تلونکو کسانو سهم ۷۹۶۷ تنه دی، چي د معلمانو په ګډون به ۸۱۴۱ تنه بيت الله شريفي ته ولېږدول سي.
د کندهار ارشاد، حج او اوقافو ریيس وایي، چي له کندهاره بيت الله شريفي ته د تلوونکو کسانو سهم ۳۶۹۷ تنه، د زابل څخه ۸۶۵، روزګان څخه ۷۶۲ او د هلمند څخه ۲۶۴۳ تنه دي.