له کندهاره لسګونه ډاکټران او نرسان هرات ته د زلزله ځپلو هيوادوالو سره دمرستي په موخه ولاړل

له کندهاره د یکشنبې په ورځ ناوخته لس روغتیايي ټیمونه چې ۳۷ تنه ډاکټران او نرسان پکښي شامل وه هرات ته د زلزله ځپلو هېوادوالو سره د مرستي په موخه ولاړل.

د عامې روغتیا ریاست په مشرۍ دغه روغتیايي ټیمونه چي د ځینو خصوصي روغتونونو ډاکټران او نرسان هم پکښي شامل وو دوه ټنه درمل یې هم له ځان سره ولېږدول.

نور حال د درخانۍ حیا په راپور کي