له کندهاره په تيرو څلورو مياشتو کي ۱۲ زره ټنه وچه مېوه بهرنيو هيوادونو ته صادره سوې ده

د کندهار د سوداګرۍ او پانګوني خوني مطبوعاتي مسوولین وایي، چي د سږ کال په تيرو څلورو مياشتو کي بهرنيو هيوادونو ته شاوخوا ۱۲زره ټنه وچه مېوه چي زياته برخه يي کشميش او زيره ده، له کندهاره صادره سوې ده.
د دوی په وينا، د کندهار ولايت د وچي میوې صادرات، د هیواد د وچي میوې د صادراتو ۷۰ سلنه جوړوي، چي لویه برخه يي هند هيواد ته صادریږي.
د کندهار د صادراتو په وړاندي اکثره وخت پاکستان ستونزي جوړوي چي ورسره افغان سوداګر ډېر زیانمن کیږي.