لوړو زده کړو وزارت: ۱۶ د برېښنايي زده کړو د ثبت سټډیوګاني جوړي سوي.

د لوړو زده کړو وزارت د علمي معاونیت سلاکار پوهنوال غلام دستګیر خاورین دغه څرګندوني په کندهار پوهنتون کي د جنوب لوېدیځ زون د دولتي پوهنتونونو او لوړو زده کړو مؤسسو له پاره د برېښنايي زده کړو درې ورځني ورکشاپ په پای غونډه کي وکړې.

هغه زیاته کړه، چي دا مهال د هیواد په بېلا بېلو دولتي پوهنتونونو او لوړو زده کړو مؤسسو کي د لوړو زده کړو وزارت له لوري ۱۶ د برېښنايي زده کړو د ثبت سټډیوګاني جوړي سوي او په نورو پوهنتونونو کي ئې هم د جوړېدو چاري د پراختیا په حال کي دي.