لوړپوړو امریکايي ډیپلوماټانو له افغانستان او افغان مېرمنو سره د مرستو پر دوام ټینګار کړی

د افغانستان لپاره د امریکا د متحده‌ایالاتو د سفارت شارژدافېره کرن ډیکر وایي چي په افغانستان کي به د ښځو او نجونو د ملاتړ، د ټولو افغانانو لپاره د بشري حقونو د ترویج او د افغانستان له خلکو سره د مرستي لپاره د بهرنیو چارو د وزارت له مرستیال جان مارک پومرشیم او د افغان ښځو او نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا له ځانګړي استازي رینا امیري سره په ګډه خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

اغلې ډیکر دا خبره پرون په خپله ایکس‌پاڼه لیکلې او د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي د تېرو درېیو کلونو له هڅو څخه يې مننه کړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کي خبر ورکړی چي د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي ټام وېسټ ماموریت پای ته ورسېدی.

د افغانستان لپاره د امریکا سفارت د قطر له پلازمېني دوحې څخه فعالیت کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *