لږ تر لږه اته کسان هغه مهال مړه سول چي، د غیرقانوني کډوالو یوه کوچنۍ کښتۍ د بریتانیا او فرانسې ترمنځ په اوبو کي ډوبه سوه.

دا پېښه نن یک‌شنبه سهار وختي هغه مهال وسوه چي، کډوالو غوښتل له فرانسې څخه په کښتۍ کي بریتانیا ته ولاړ سي.
دوې اوونۍ د مخه، د شپږو کوچنیانو او یوې امیندواري مېرمني په ګډون دوولس کسان په ورته پېښه کي مړه سول، چي دا د روان ۲۰۲۴ کال تر ټولو وژونکې پېښه وه.
د بریتانیا او فرانسې د کښتۍ چلوني د ادارو د مسولینو او ساحل ساتونکو په وینا، په وروستیو ورځو کي له‌دې خطرناکو او سړو اوبو څخه د تېرېدو لپاره د ناقانونه کډوالو هڅي زیاتي سوي دي او یوازي د شنبې د ورځي تر پایه په ۲۴ ساعتونو کي ۲۰۰ کډوال له کوچنیو کښتیو څخه ژغورل سوي دي.
بل خوا د نایجیریا چارواکو اعلان کړی چي د دغه هیواد په شمال لویدیځ کي د یوې کښتۍ د ډوبېدو له امله ۶۴ کسان ورک سوي دي.