لیزا کورتز: امریکا دي د افغانستان د سیاسي څېرو سره لیدني وکړي

د امریکا د ملي امنیت پخوانۍ چارواکي لیزا کورتز ویلي دي، چي د ټرمپ اداره دي د ط…البانو د شتون څخه پرته د افغان سیاسي مشرانو سره د افغانستان د موضوع اړوند بحث وکړي.
هغې زیاته کړي، چي د ط…البانو حکومت د افغانستان د خلګو په رایه او اراده منځ ته نه دئ راغلی بلکي د زور د لاري واک ته رسېدلی او نړۍوال مشروعیت نه لري.
هغې د افغانستان د ستونزي په حل کي د افغان سیاسي څېرو رول مهم یاد کړ.
هغې ټینګار وکړ، چی د دوحې هوکړه د سولی هوکړه نه، بلکې له افغانستان څخه د امریکا د وتلو هوکړه وه.
کورتز له افغانستان څخه د امریکا د پخوانیو همکارانو د ایستلو په اړه د ټرمپ ادارې پر پرېکړی هم نیوکه وکړه. د هغې په ​​وینا، ډېرو پخوانیو امریکايي پوځیانو په بې غرضه توګه د دغو همکارانو په ایستلو کي مرسته کړې، خو ټرمپ اوس له افغان همکارانو غواړي چی د امریکا له خاوري ووځي.