د امريکا ورلډ ريليف سازمان د پاليسۍ د برخي مشر ماتيو سورينس په خپلو تازه څرګندونو کي د امريکا څخه د هغه افغان کډوالو پر شړولو اندېښنه ښودلي چي په دغه هيواد کي ئې د موقت خونديتوب اسناد درلودل.
هغه وايي په افغانستان کي اوس ط..البان واکمن دي، د هغوی تر واکمنۍ لاندي د هغه افغانان ژوند د خطر سره مخ دئ، چي د امريکايي ځواکونو سره همکاري کړې وي.
ماتیو سورینس، وایي چي د امریکا حکومت تر اوسه افغانستان د خپلو وګړو له پاره ناامنه بللی، خو په داسي حال کي چي افغان کډوال له دې هیواد څخه د شړلو له ګواښ سره مخ دي.
د هغه په خبره په اوس وخت کي د امريکا دغه افغان کډوالو افغانستان ته د ستنولو پرېکړه مناسيبه نه ده.
بايد وويل سي، چي د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چي د جولای له ۲۲مي راهیسي، هغه ځانګړی قانون پای ته رسېدلی چي له مخي ئې لسګونه زره افغانانو ته، چي له امریکايي ځواکونو سره ئې همکاري کړې وه، د لنډمهالي خوندیتوب (TPS) اسناد ورکړل سوي وو.