د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو په افغانستان کي د ترهګرو ډلو د فعالیتونو په اړه خبرداری ورکړی او په دې هیواد کي د طالبانو بشپړ کنټرول یې تر پوښتني لاندي راوستلی دی.
هغه په افغانستان کي د القاعدې او داعش د حضور په اړه د اندیښنو په باب ویلي، کله چي په یوه سیمه کي پرحکومت کولو لانجه وي او حکومت ونه سي کولای چي پر سیمه بشپړ کنټرول وساتي، نو دا د دې ډلو لپاره فرصت رامینځته کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې چي د اوسني وضعیت او لس کاله وړاندي وضعیت ترمنځ توپیر دا دی چي امریکایي ځواکونه نور په سیمه کي د ترهګرو ډلو د په نښه کولو لپاره حضور نه لري.
مارکو روبیو دا هم وویل چي طـ.البانو په ځینو مواردو کي همکاري کړې ده کله چي دوی ته د افغانستان په ځینو برخو کي د داعش او القاعدې د تعقیب لارښوونه سوې.
ا.ا تر اوسه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د څرګندونو په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي، خو پخوا یې په دوامداره توګه ادعا کړې وه چي داعش په افغانستان کي ځپل سوي دي.