د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، حیاتي بشري مرستي، د امریکا د نړیوالو مرستو د ځنډیدو په اړه د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ادارې له پریکړي استثنا کړي دي.
د اسوشیتید پریس خبري اژانس وايي، هغه سند یې لیدلی چي د مارکو روبیو له خوا لاسلیک سوی او پکښي د امریکا د بهرنیو چارو وزیر موافقه کړې چي حیاتي بشري مرستي، لکه اړین درمل، روغتیایي خدمات، خواړه، سرپناه، او نور معیشتي ملاتړ، لږ تر لږه موقتاً، پر بهرنيو مرستو د امریکا د بندیز څخه مستثنی کړي.
طـ.البان وایي، د امریکا د بهرنيو مرستو ځنډ د افغانستان د بشري پروژو پر فعالیتونو هم اغېز کړی.
د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال، عبداللطیف نظري، ویلي چي د امریکا له لوري د مرستو تر بندېدو وروسته، د افغانستان په ۲۸ ولایتونو کي د ۵۰ نړیوالو موسسو فعالیتونه درېدلی دی.