ټاکل سوې وه، چي د جمعې په ورځ د پاکستان حکومت به د ط..البانو سره د کړي هوکړي له مخي افغان ناروغانو ته د مازل ګلۍ له لاري پاکستان ته د تګ اجازه ورکړي، خو د پاکستان حکومت خپله ژمنه عملي نه کړل، چي دغه ناروغان دي له دغې لاري څخه پاکستان ته تېر سي.
د سيمي څخه عيني شاهدانو څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي په دغه لاره کښي انتظار ناروغ ځوان د سختي ګرمۍ او رش له امله خپل ژوند د لاسه ورکړی دئ.
د عیني شاهدانو په وينا چي پر دغه لار باندي زرګونه نوري ښځي، ماشومان او سپين ږيري په سخت حالت کښي دي.
هغوی له ط..البانو څخه په ياده برخه کښي د همکارۍ غوښتنه کوي.