مبارک؛ افغانستان د مرکزي اسيا اتلولي وګټل

د افغانستان ۱۷ کلني فوټبال لوبډلي د مرکزي اسيا د ۱۷ کلنو ځوانانو فوټبال سياليو اتلولي وګټل.
افغانستان د مرکزي اسیا د ۱۷ کلونو ملي لوبډلو په جام کي چي په کافا سره مشهوره دی، ازبکستان ته په پایلوبه کي ۰-۱ ماته ورکړه او د لومړي ځل له پاره يې دا جام وګټی.
افغانستان تېر کال په دې جام کي درېيم مقام ګټلی وو.
افغان لوبډلي په دې سياليو کي په لومړۍ لوبه کي قرغزستان ته دوه پر صفر او دوهمه لوبه کي یې بيا تاجکستان ته يو پر صفر ماته ورکړه.
د مرکزي اسيا د ۱۷ کلنو فوټبال سيالۍ د شپږو لوبډلو په ګډون په ازبکستان کي د روان ۲۰۲۴ زېږدیز کال د اګسټ مياشتي پر ۱۷مه نېټه پيل سوي وې او نن شنبه ماخوستن د افغانستان په بريا سره پای ته ورسېدې.