متحده‌ایالتونو، فرانسې او څو نورو متحدانو یې د اسراییل او د لبنان حزب‌الله ترمنځ سملاسي د ۲۱ ورځني اوربند غوښتنه کړې ده

رویټرز پرون ناوخته د سپیني ماڼۍ د یوې خبرپاڼي له مخي لیکلي چي دغه لنډمهاله اوربند به دواړوو خواوو ته موقع ورکړي چي رامنځته سوې جګړه د خبرو له لاري پای ته ورسوي.
په دې اړه یوه ګډه اعلامیه د امریکا، فرانسې، استرالیا، متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان او اروپایي ټولني له‌خوا لاسلیک سوې ده.
د اوربند دا غوښتنه داسي مهال سوې چي همدا پرون چهارشنبه هم پر لبنان د اسراییلو په بریدونو کي د لبنان د روغتیا وزارت په وینا ۷۲ کسان وژل سوي او ۲۲۳ نور ټپيان سوي دي.
د اسراییلي پوځيانو د تېري دوشنبې او سه شنبې ورځي په بریدونو کي هم څه باندي پنځه نیم سوه کسان په لبنان کي وژل سوي وه.
بل خوا اسراییلي ځواکونه په لبنان کي د احتمالي مځکنیو عملیاتو لپاره د چمتووالي خبر ورکړی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *