د متحده عربي اماراتو دولت د سې شنبې په ورځ د افغانستان د زلزلې ځپلو سره ۸۴ ټنه بشري مرستي افغانستان ته لېږلي دي.
د متحده عربي اماراتو د بهرنيو چارو وزارت ويلي، چي دغه مرستي ئې د سې شنبې په ورځ د دوبۍ څخه کابل ته رسېدلي دي.
هغوی وايي، چي دغه بشري مرستي به ۷۳۰ زره زلزلې ځپلو کورنيو باندي تقسيم کړل سي.
په دغه مرستو کي طبي وسایل او د اوسېدو له پاره خیمې په کښي شاملي دي.