متحده عربي اماراتو د افغانستان سفیر منلی دی

د متحده عربي امارات د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چي بدرالدین حـ..قـ.اني په دې هیواد کي د افغانستان د سفیر په حیث منل سوی دی.
دغه وزارت په خپل ویب سایټ کي ویلي، چي د متحده عربي اماراتو د دولت له لوري بدرالدین حـ..قـ.اني رسمآ د افغانستان د سفیر په حیث منل سوی او د همدې وزارت له لوري یې باور لیک منل سوی دی.
تر دې وړاندي ازبکستان هم ویلي وه، چي په نږدې راتلونکي کي به د افغانستان سفیر ومني.
بدرالدین حـ..قـ.اني له دې مخکي په متحده عربي اماراتو کي د ا.ا د سفارت د سرپرست په توګه کار کاوه.