متحد ایالتونه: شمالي کوریا د رواني میاشتي په سر کي روسیې ته ۳۰۰۰ سرتېري استولي

متحدو ایالتونو د چهارشنبې په ورځ ویلي، چي شمالي کوریا د رواني میاشتي په سر کي روسیې ته ۳۰۰۰ سرتېري استولي،‌ هلته روزل کېږي او ممکن د روسي سرتېرو سره اوږه په اوږه د اوکراین پر ضد وجنګېږي.
د امریکا د دفاع وزیر لوید استن خبریالانو ته وویل، وبه لیدل سي چي دا سرتېري به په روسیه کي څه کوي.
د سپیني ماڼۍ د امنیت شورا ویاند جان کربي وايي چي امریکا «له خپلو ملګرو او ایتلافیانو سره کار کوي چي د وضعیت پوره درک» کړي.
کربي ویلي، چي د شمالي کوریا سرتېرو د اکتوبر په پيل او منځ کي د خپل سمندري سرحد وانسن څخه په کښتیو کي د روسیې ولادوفستوک ته تللي او د روسیې په ختیځ کي بېلا بېلو روزنیزو مرکزونو ته استول سوي دي.
سپینې ماڼۍ دغه راز ویلي، که چیري د شمالي کوریا سرتیري په دغه جګړه کي ګډون وکړي مشروع هدف به وګڼل سي.