متقي: د داعش وسله والو تر شا افغانستان درې ګاونډي هیوادونه دي

د ا.ا د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي وایي، د افغانستان په یوه ګاونډي هیواد کي داعش ته بشري ځواک تیاریږي، د بل ګاونډي هیواد څخه را تیریږي او په بل ګاونډي هیواد کي یې د پلان جوړوني او تمویل مرکزونه دي.
هغه دغه څرګندوني نن پنجشنبه د افغان- قزاق نړیوال نندارتون په پرانیست غونډه کي کړي دي.
مولوي امیرخان متقي یو ځل بیا ټینګار کړی چي افغانستان نورو ته ضرر نه رسوي او له نورو هم غواړي، چي په افغانستان کي له ورانکاره کړنو څخه لاس واخلي.
د بهرنیو چارو سرپرست په خپلو خبرو کي د کوم هیواد نوم نه دی یاد کړی خو په افغانستان کي د داعش له لوري د سویو بریدونو په تړاو اکثریت تاجکستاني او پاکستاني وګړي نیول سوي یا وژل سوي دي.