د ط..البانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرستامیرخان متقي، د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي او د یوناما مشري، روزا اوتنبایوا، سره په کابل کښي ليدلي دي. په دې لیدنه کښي، متقي له یوناما غوښتي، چي په خپلو راپورونو کښي دي د افغانستان پر موجوده واقعیتونو تمرکز وکړي، ترڅو په افغانستان کښي راغلي پرمختګونه، ثبات او فعالیتونه په سمه توګه نړۍوالي ټولني ته روښانه سي. د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رئيس، ضیا احمد تکل، ویلي چي په دې ليدنه کښي د افغان کډوالو د اړتیاوو، بهر کښي د افغانانو د ستونزو، په هیواد کښي د پرمختګونو، خصوصي سکټور د پراختیا او پانګوني د جذب په اړه بحثونه سوي دي.
د سياسي چارو کار پوهان د متقي د دغه څرګندونو اړوند وايي، چي د ط..البانو اداره اوس د خپلو تبليغاتو په وسيله هڅه کوي، چي افغانستان کښي د خپلو کړو ظلمونو انځور نړۍوالو ته مثبت وړاندي کړي.