مجاهد: سراج الدین حقاني د عربي متحده اماراتو له چارواکو سره پر اتو مهمو موضوعاتو خبري کړي

د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج‌الدین حقاني پرون په متحده عربي اماراتو کي د دې هیواد له امیر شیخ زاید ال نهیان سره لیدلي دي.
د ا.ا عمومي ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، د کورنیو چارو سرپرست د عربي متحده اماراتوته له مسوولینو سره د دواړو هیوادونو د اړیکو پر پیاوړتیا، د ا.ا د امنیتي ارګانونو په صحي او ساختماني برخو کي د همکارۍ غوښتنه، په متحده عربي اماراتو کي د افغان بندیانو د خلاصون او ځینو نورو موضوعاتو خبري کړي.
هغه زیاتوي چي په دې لیدنه کي سراج‌الدین حقاني د افغانانو لپاره د وېزو د ورکړي، له افغانستان سره د ترافیکي سیسټم د ډیجیټل کولو په برخه کي د همکارۍ، د افغانستان په بیا رغونه کي د عربي متحده اماراتو ګډون او په افغانستان کي د متحده عربي اماراتو د فابریکو له خوا د پانګوني غوښتني کړي.
ده ویلي، چي د متحده عربي اماراتو په ځینو برخو کي ژمني کړي چي له افغانستان سره به خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.